خبرونهامنیت

په پکتیا کې امنیتي ځواکونو ۱۰ تومانچې نیولې دي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د پکتیا امنیه قوماندانۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د یو کشفي راپور پر اساس د دغه ولایت په ډنډې پټان ولسوالۍ ناری سیمه کې ۱۰ تومانچې نیولې دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې یادې تومانچې په یوه سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوې وې چې په غیر قانوني توګه افغانستان ته را قاچاق کېدې او په تړاو يې یو کس نیول شوی هم دی.

په ورته وخت کې د امنیه قوماندانۍ د یو بل خبر له مخې خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د یو کشفي راپور په اساس  په مرکز ګردېز د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو میل کلاشینکوف، یوه چانټه او څلور شاجورونه هم نېولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته