کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د هرات والي محمد اصف رحیمي سره د دې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت او د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهور رئيس دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې ټلیفوني خبرو کې د هرات والي د عمومي اوضاع په ځانګړي ډول د امنیتي وضعیت په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
هغه په دې ولایت کې وروستیو اورښتونو ته په اشارې سره وویل، د اوبو د کچې په زیاتوالي او د سېلابونو په راوتلو سره په ځینو سیمو کې خلکو ته زیانونه اوښتي دي.
د هېــــواد جمهور رئیس د هرات ولایت محلي ادارې او ټولو مسوولینو ته
لارښوونه وکړه چې د خلکو د سر او مال د ساتنې کوښښ وکړي او هغه خپل
لومړیتوب وبولي.
هغه همدارنګه وویل، مسوولین باید د طبیعي پېښو د خطرونو د کموالي لپاره وار دمخه او عاجل تدابیر زیات کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، زیاتې مرستې ته د اړتیا په صورت کې به د مرکز له لارې زیاتې کومکي منابع د هرات دسيمه ييزې ادارې په واک کې ورکړل شي.
0 1 دقیقه لوستل