کابل/ د سلواغې ١٣ / باختر:
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق په پکتيکا کې له لسګونو کورنيو سره د کور د لوازمو مرسته وکړه.
دغه کورنۍ په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله له ستونزو مخ دي او مرستو ته اړتيا لري.
د پکتيکا ولايت د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پړاو کې ١٣٦ کورنيو د کور وسايل ترلاسه کړل.
هغه وويل؛ له اړو کورنيو سره د مرستې بهيردوام لري.
\ ج