کابل/ د مرغومي ٣ مه / باختر:
په پنجشيرکې په سلګونو اړې کورنۍ د بشري مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شوې.
دغه کورنۍ چې په پريان ولسوالۍ کې ژوند کوي د بېوزلۍ او وزګارتيا له امله له ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتيا لري.
د پنجشير د پريان ولسوال قاري حقمل مجاهد باخترآژانس ته وويل: په دې پړاو کې شپږسوه کورنيو اوړه، غوړي،بوره، لوبيا، چاى او بسکيټ ترلاسه کړل.
دغه راز په پنجشير کې د سرې مياشتې اداره وايي چې په پنجشيرکې به له اړو کورنيو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
\ ذ