کابل ، د ثور ۲۱ مه ، باختر
د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې سلګونه مخالفین له اسلامي امارت سره یو ځای شوي دي.
چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درې ولسوالۍ کې د دولت سلګونه مخالفین د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د افغانستان اسلامي امارت سره یو ځای شوي دي.
د پنجشېر د درې ولسوال مولانا محب الله عمري وايي چې دغو کسانو خپلې وسلې او مهمات هم د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارلي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه کسان د تېرو دوو ورځو په موده کې د پنجشېر د درې ولسوالۍ له پايه سلام، خواجه او ځينو نورو سيمو څخه د سولې له بهیر سره يو ځاى شوي دي.
په همدې حال کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي کسان وايي چې نور به د دښمن په خوله نه غولېږي او د اسلامي امارت تر چتر لاندې به د خپل هېواد خدمت کوي.
ن/ر