امنیت

دوسله وال مخالفينو يوه ډله له دولت سره يوځاى شوه.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
يوه لس کسيزه  ډله وسله وال  مخالفين دکابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې
د سولې له بهير سره يو ځاى شول .
دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي  :  دغه کسان چې له څه مودې را په دې خوا دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په  وسله والو فعاليتونو بوخت وو ،ددغې ولسوالۍ د ادارو دمسوولينو په وړاندې دخاصو مراسمو په ترڅ کې خپلې  وسلې په  ځمکه کيښودې او دسولې له بهير سره يوځاى شول.
ددغې ډلې په يوځاى کيدو سره به  په دغې ولسوالۍ کې د مخالفينو وسله وال فعاليتونه کمښت ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته