خبرونهښوونه او روزنه

په پنجشير کې د ژمنيو کورسونو  پر زده کوونکو درسي توکي وويشل شول

کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر

د پنجشير د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو لوى مديريت  نن  په لسګونو زده کوونکو ته چې په پنجشير کې د انګليسي ژبې او کمپيوتر په کورسونوکې په زده کړه بوخت دي ، کتابچې او قلمونه وويشل .

د پنجشير د اطلاعاتواوفرهنګ د ځوانانو لوى مدير روح الامين رحيمي  وويل  چې دغه درسي توکي د علم د زده کړې په خاطر  د ځوانانو د هڅونې لپاره  ويشلي دي.

هغه زياته کړه  چې دغه کورسونه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د چارومعينيت،  د پنجشير ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست په همکارۍ  پيل کړي دي  چې درې مياشتې دوام کوي.

ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته