نړۍ

په مصرکې د ښځو د حقوقو د مدافع نيول کيدل

قاهره – ايرنا- باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
په مصرکې د ښځو د حقوقو وتلۍ مدافع ميرمن عزه سليمان ونيول شوه.
د مصر له پايتخت قاهرې ښارڅخه د رويټرز د خبري آژانس د خبرله مخې: عزه سليمان څو اوونۍ مخکې له هېوادڅخه ممنوع الخروج او شتمنۍ يې تړلې شوې دي .
دغه ميرمن د مصر له ښځو سره د قانوني مرستو د مرکز بنسټ ايښودونکې ده، مدافع وکيله او ورځپاڼه ليکوونکې هم شميرل کيږي چې اجازه نه لري له دغه هېواد څخه ووځي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت د عزه سليمان د نيول کيدو په باب څه نه دي ويلي.
په مصرکې د بشر د حقوقو مدافعين وايي چې د حکومت له خوا تر زيات فشار لاندې دي .
د مصر څو غير دولتي سازمانونو چې زياتره يې په بشر دوستانه چارو بوخت دي؛ په مصرکې نا اراميو ته د لمن وهلو په خاطر له پرديو هېوادونوڅخه د پيسو د ترلاسه کولو تور لګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته