کابل، د وري ۴مه، باختر
ملي دفاع وزارت په ٢٠٣ منصوري قول اردو کې د لسګونو بېلابېل ډوله نظامي وسایطو د بیارغولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې منصوري قول اردو څلورمې لوا د دریم کنډک د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري ١٢ هاموي ټانګونه، ١٥ رنجر، ١٠ انټرنیشل موټر او ۴٤ امبولانسونه بیا رغولي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د راتګ راهیسې زرګونه پوځي وسایط بیا رغول شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.