کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر
په یو شمېر ولایتونوکې د ٨ ښوونځیو د ودانیوکار بشپړاو پرانستل شوې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د دغو ښوونځیو ودانۍ د ننګرهار په خوږیاڼیو، د لوګر په بره کي برک او محمد آغې، د کندز د امام صاحب، د میدان وردګو په نرخ او د خوست په ځاځي میدان ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
په دغوښوونځیو کې اداري او درسي خونې، تشنابونه ، د څښاک داوبو څاګانې شاملې دي چې په جوړيدو سره يې د څه نا څه زرګونو زده کوونکو نجونواو هلکانو لپاره د زده کړې مناسبه فضا برابره شوې ده.
پای \ ع