
کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر
په وروستيو شپږو مياشتو کې د کندز د بهرنيو چارو رياست عوايد ٨٥ سلنه زيات شوي دي.
د کندز د بهرنيو چارو رييس حافظ عبدالله ياسر نن د باختراژانس خبريال ته وويل چې په وروستيو شپږو مياشتو کې د دغه رياست عوايد ٤٤ ميليونه افغانۍ دي چې راټولې او په بانک کې تحويل شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د دغه رياست په عوايدو کې د تېرو کلونو په نسبت ٨٥ سلنه زياتوالى راغلی دی.
ياسر د دغه رياست د عوايدو د زياتوالي دليل د عوايدو په راټولولو کې شفافيت او له اداري فساد سره مبارزه وبلله.
هغه زياته کړه دغه عوايد بهرنيو اتباعو ته د ويزې د صادرولو او له بهر څخه د وارد شويو موټرو څخه د تعرفې د اخيستو له لارې ترلاسه شوي دي.
\ ذ