سیاستخبرونهټولنهTOP

په هېواد کې د ورستیو اورښتونو له کبله څه باندې ۳۰ تنه شهيدان او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي

کابل، د وري ۲۶مه، باختر 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په هېواد کې د ورستیو اورښتونو له کبله ۶۰ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د عامه اړیکو رئيس او ویاند مولوي محمد عبدالله جان(عرف) ملاجانان سایق نن د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د تېرې جمعې ورځې راهیسې په هېواد کې د اورښتونو او‌ سېلابونو له کبله ۳۳ تنه شهيدان، ۲۷ کسه ټپيان، ۶۰۶ کورونه په کُلي او قسمي ډول ويجاړ، ۲۰۰ څاروي تلف او څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د روانې (وري) مياشتې له پيل نه تر اوسه پورې  ۲۲ زره ۸۵۱ کورنیو ته د ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو په همکارۍ بېړنۍ مرستې وېشل شوې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

سرچینې وړاندې وویل چې د مرګ ژوبلې ډېری موارد د هستوګنیزو کورونو د نړېدو له کبله رامنځته شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت وزارت ویاند همدارنګه وویل چې د وروستیو اورښتونو له کبله د هېواد په کچه کابو۸۵ کیلو متره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوي او ۱۹۵۰ جریبه څخه زیاته کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده. 

سایق همدارنګه وویل چې یاد مالي او ځاني زیانونه تر ډېره په بادغیس، روزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکنډي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان او هرات ولایتونو کې رامنځته شوي دي. 

هغه زیاته کړه، چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت زیانمنو ته د رسېدنې د مسوول سازمان په توګه د خپلو شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره زیانمنو کسانو ته د رسېدنې لپاره له پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون او همکارو بنسټونو سره په همکارۍ د سروې سره هم مهاله د ژغورنې او پلټنې ټیمونه جوړ کړي دي. 

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د سېلابونو د رامنځته کېدو په لومړیو ساعتونو کې یې د ژغورنې ټیمونو سیمې ته ځان رسولی او د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو او عامې روغتیا وزارتونو او سیمه ییزو مسوولینو سره په همکارۍ د زیانمنو کسانو د ژغورنې او هغوی ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه لاس په کار شوي دي. 

د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له کوچیانو او هغو خلکو څخه چې د سیندونو په مسیرونو کې ژوند کوي غوښتنه کړې، چې خوندي سیمو ته خپل کورونه انتقال کړي او په راتلونکي کې د سیندونو او واورو ښوېدونکو مسیرونو کې د کورنو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته