امنیت

شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
د امنيتي ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې ترسره شول؛ شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د تيرو څليرويشتو ساعتو په بهيرکې دکونړ ، ننګرهار ، لغمان ، جوزجان، غزني ، خوست او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې ويشت تنه وسله وال طالبان  ووژل شول؛ پنځه تنه ټپيان او يو ويشت تنه نوريې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز سيمه ئيزو پوليسو دفارياب ولايت په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا دوه ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ سيمه ئيزو پوليسو پرون ديارلس تنه دغلا په تور دکابل ښار د څلورمې، شپږمې او يوولسمې حوزې په مربوطاتوکې ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته