سیاستخبرونهاقتصادTOP

په هېواد کې تر دې دمه ۲ میلیونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې

کابل، د وري ۵مه، باختر

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معین مولوي محمداسماعیل په مشرۍ یو ګډ هئیت د شمال زون له یو شمېر مسوولینو سره بلخ ولایت مقام کې د ځمکو په غصب کې د مالچرونو او عامه مرعي وو د غصب د مخنیوي او حل په موخه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد وویل، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون دې غړو ته عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري ورته دنده سپارل شوې ترڅو د شمال زون په ولایتونو کې د ځمکو پر سر د قومونو او ولسونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې حل او د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه حل لارې ولټوي.

ورته مهال د عدلیې وزارت د امارت قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتریت مولوي احسان الله وثیق په شمال زون کې د ټولو هغو مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د غصب د مخنیوي او د ستونزو د حل په موخه یې هر ډول سختو شرایطو کي پوره خواري کړې او په دې برخه کې یې د ولس او امارت سره همکاري کړې ده.

مولوي احسان الله وثیق زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د راتګ څخه تراوسه پورې ۲ میلیونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې، ۵۰۰ میلیونه افغانۍ، ۲۹ میلیونه ډالر او ۹ میلیونه یورو اسلامي امارت لخوا راګرځول شوې او بیت المال ته سپارل شوې دي.

په همدې حال کې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا وویل:« په شمال زون په ځانکړې توګه بلخ ولایت کې مالچرونو او غضب شویو ځمکو په زیات شمېر مشکلات جوړ کړي، چې ځیني وختونه د دې ستونزو له امله د ولسونو ترمنځ ستونزې هم رامنځته کېږي، چې باید د دې د حل په موخه یې جدي کار وشي».

په  ناسته کې د بلخ والي په ګډون ټولو راغلیو د ۹ولایتونو مسوولینو په نوبت سره خپل نظرونه، مشورې او پیشنهادات د عامه مرعي د غصب او د غصب څخه د مخنیوي په موخه شریک کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته