سیاست

د آلمان ځانګړى استازی: د افغانانو راتلونکې غونډه به زياتې لاسته راوړنې ولري

کابلباختر د چنګاښ ١۹مه
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پوتزل په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو بشپړ رپوټ د بهرنيو چارو وزير ته وړاندې کړ او غونډه يې ډېره قناعت بخښوونکې وبلله.
رباني هم د آلمان په تېره بيا د افغانستان سولې لپاره د «برګاف» بنسټ د هڅو له امله په مننې سره په افغانستان کې د منځګړيتوب لپاره د آلمان مخکنې هلې ځلې عالي وبللې.
پوتزل دغه راز وويل: دغه پړاو د اړوندو لورو ترمنځ د اعتماد جوړولو پړاو و او د بين الافغاني غونډې راتلونکی پړاو به هر اړخيز او له لاسته راوړنو څخه ډک وي.
ختم-ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته