خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې ۶ شنې خونې جوړې شوې

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې د ٦ شنو خونو د رغېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شنو خونو مسوول انجنیر امان الله تسکین د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه، نوزاد، موسی قلعه، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې د يو میلیون افغانیو په‌ لګښت شپږ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
یاده دې شي چې د سیمې بزګرانو دې ته ورته د نورو کرنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته