نړۍ

په سوريه کې د بلجيم د شلو تنو اتباعو وژل کيدل

دمشق باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د بلجيم  د بهرنيو چارو وزير اعلام وکړ چې د دغه هيواد نږدې شل تنه اتباع چې د سوريې د جمهور رييس بشاراسد د ځواکونو پرخلاف جګړه او په تروريستي عملونوکې دګډون لپاره تللي وو؛ په دغه هيوادکې وژل شوي دي.
د فرانسې د خبري آژانس دخبر له مخې: رينديرز ددغه ټکى په اعلامولو سره وويل چې ددغه هيواد دڅه دپاسه دوه سوه تنو اتباعو هويت چې زياتره يې دعراق او شام د اسلامي دولت په نامه د ډلې غړي دي؛ پيژندل شوي دي .
ده په دې بيان سره چې څه دپاسه شل تنه دغه کسان تراوسه پورې په سوريه کې وژل شوي دي؛ بلجيم او نورو هيوادونو ته د دغه شان کسانو ته د خطر په نسبت خبر دارى ورکړ.
خو د بلجيم مقامات وايي: بلجيم لومړنى  هيواد دى چې په علني ډول يې په دغه هيوادکې د نابالغوکسانو په ګډون د خپلو اتباعو د شتون په وړاندې خپله انديښنه اعلام کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته