خبرونهټولنه

په هلمند کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۵۸۰ ډوله بس او مازدا موټر د ټکر له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د ترافیکو مدیر ملا شېر محمد حجازي باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه د لښکرګاه ښار په حاجي طاؤس جامع جماعت سیمه کې رامنځته شوې چې په کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
حجازي زیاته کړه د یاد بس موټر چلونکی تښتېدلی امنیتي ځواکونه هڅه کوي موټرچلونکی ونیسي عدلي او قضایي ارګانونو ته یي وسپاري.
نوموړي د دغه پېښې د لامل په تړاو معلومات ورنه کړل خو له دې وړاندې دې ته ورته ډېری پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته