هرات / دسلواغې ۱۵/باختر
دوه وسله وال طالبان دهرات په اوبې ولسوالۍ کې په خپل لاس د جوړ شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول .
دغه کسان چې دملا کامران او ملا منیر په نومونو اعلام شوي دي دملا نسیم مبارز دډلې غړیتوب یې درلود .
دغو ماین ښخوونکو کله یې چې غوښتل یو بشکه یي ماین داوبې ولسوالۍ شاینان کلي په لار کې ښخ کړي دخپل ماین دچاودنې په پایله کې ووژل شول .
دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار هم درې وسله وال طالبان په زاول ولسوالۍ کې له پوځیانو سره په نښته کې وژل شوي وو .
په دې نښته کې یو پوځي شهید شو .
پای شکریه
1 د یوې دقیقې څخه لږ