خبرونهورزش

په هلمند کې د ټیپ بال کرکټ سیالۍ د ګرمسیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په ګروپی شکل د ټیپ بال کرکټ پیل شوې سیالۍ د ګرمسیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یادو سیالیو د پایلوبې پچه ګربز لوبډلي وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې ګرمسیر لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف وټاکه بل خوا بیا ګرمسیر لوبډلې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره هدف پوره کړ او د سیالیو اتلولي یې وګټله..

یاد ریاست زیاته کړې چې دغو سیالو لس ورځې دوام وکړ چې موخه د ځوانانو پرمختګ او اتفاق رامنځته کول وو.

د لوبې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته جایزې، تحفې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته