کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٠ :
داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې درې تنه بهرني پوځيان پرون ماښام په کابل کې په يوه پوځي قرارګاه کې ووژل شوي دي.
دغه درې تنه پوځيان د امريکايي مقاماتوله خوا د افغان ځواکونو د هوايي برخې د روزنې په خاطر استخدام شوي وو چې د يوه افغان سرتيري له خوا پرې بريد وشو.
باختر آژانس د رويټرز خبري آژانس له خولې خبر راکړ چې په دې بريدکې يو بل پوځي هم ټپي شوى دى.
افغان مقاماتو د دغې پيښې په باب نظرنه دى څرګندکړى.
وروستۍ پيښه د بهرنيو جنګي ځواکونو د وتلو د بهير له بشپړيدو وروسته لومړنۍ پيښه ده.
پخوا هم يو شمير بهرني عسکر او ښوونکي د افغــان ځواکــــونو په بريدونوکـــې وژل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ