خبرونهاقتصاد

په هلمند کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

د هلمند په مرکز لښکرګاه او ۳ ولسوالیو کې د ۹۹۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د اړوندو کرنیزو خدمتونو مدیریتونو په همکارۍ په تېرو دوو ورځو کې د لښکرګاه ښار په ګډون د ناوې، نهرسراج او واشېر ولسوالیو کې د ۹۹۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.

دغه راز د هلمند مرکز لښکرګاه اتمې حوزې اړوند بېلا بېلو ساحو او د سرکار عمومي سړک ته څېرمه ۷۵ جریبه ځمکه بررسي شوې چې ۴۰ جریبه یې دولتي ځمکه تشخیص شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم په مرکز لښکرګاه او یادو ولسوالیو کې د زرګونو جریبه دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې وه چې دا پروسه به دوام ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته