کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
وسله والوطالبانو پرون يوملکي وګړى دکندز ولايت په مربوطاتو کې په ډزو سره وواژه .
وسله والو طالبانو دغه سړى لومړي دپلخمري _ کندز له لوى لارې څخه وتښتاوه او وروسته يې په ډزو سره وواژه .
په کندز ولايت کې يوې سيمه ئيزې سرچينې دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه سړي دلسګونو تنو لارويانو دسترګو په وړاندې په ډزو سره وواژه .
ده وويل چې دغه سړي له دولت سره هيڅ اړيکې نه لرلې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ