ټولنه

په هرات کې کروندې او د استوګنې کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي

١٨- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
په هرات کې د يو استنادي ديوال په جوړولو سره په سلګونه جريبه کروندې او د استوګنې په لسګونو کورونه به د سېلاو له خطر څخه خوندي شي.
دغه ديوال به ١٠٠٠متره اوږدوالي ولري او د هرات ښاروالۍ له خوا د ١٩ ميليونو افغانيو په لګښت د هرات ښار په پنځمه ناحيه کې جوړېږي.
د هرات د والي مرستيال نور احمد حيدري باختراژانس ته وويل چې دغه ديوال به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
هغه وايي د دغه استنادي ديوال په جوړولو سره د بزګرانو په سلګونه جريبه کروندې او د استوګنې په لسګونو کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته