کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه په هرات کې د یوې کورنۍ دوه ښځې او یو ماشوم ووژل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته ویلي دي چې دغه کسان د تفریح په خاطر د هرات د انجیل ولسوالۍ نوآباد کلي ته تللي وو چې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شول.
خبرځای زیاته کړه چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغې کورنۍ ۱۱ نور غړي ټپیان شوي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ تراوسه د دغې وژنې انګېزه نه ده روښانه او د پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.
پای/شکریه