کابل، د کب ۱۹مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په هرات ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډېم) د جوړېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په شورا کلي کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند ( چکډیم) د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سرچینې زیاته کړې چې یاد بند ۲۶ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري چې د ۳ زره ۷۴۴ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د کار په جریان کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د یاد بند په جوړېدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.