کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د هرات د پوهنې رياست مسوولينو په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له کبله د ۲۸۰ ښوونځیو د زیامن کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي رحمت الله جابر وايي، چې د زلزلې له امله په ښار او ولسوالیو کې ۲۸۰ ښوونځي زیانمن شوي، چې یو شمېر یې د ګټې اخیستنې وړ نه دي.
مولوي جابر زیاته کړه چې پر دې سربېره په هرات کې ۴۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او دا مهال د ودانيو نشتوالى هم يوه لویه ستونزه ده.
د نوموړي په خبره، په هرات کې شاوخوا ۱۴۰۰ ښوونځي شته، چې ۲۵۶ یې خصوصي ښوونځي دي.