سیاست

جمهورريیس غني د خیبرپښتونخوا او کویټې له یوشمېرلیکوالو اوسیاستوالو سره وکتل

کابل -باختر- د وږي د مياشتې ۱۰ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له خیبر پښتونخوا او کویټې څخه له راغلیو فرهنګي او سیاسي شخصیتونو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر محمدګلاب منګل، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وزیرې ډاکټرې نسرین اوریاخېل، په سیاسي چاروکې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک، د جمهو رئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، د ملي شورا یو شمېر غړو، لیکوالو او څېړونکو هم حضور درلود.
جمهور ريیس غني  په پښتو ادب کې د خوشال بابا ادبي پنځونې او آثار بې ساري وبلل او همدارنګه یې ځوان لیکوال او څېړونکي د ګټورو آثارو لیکلو ته وهڅول.
جمهور رئیس د ځوانو لیکوالو او کدرونو د شهرت او معرفت لپاره د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او د فرهنګي کنفرانسونو جوړول ګټور وبلل، د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر ته یې لارښوونه وکړه، چې د ډیورنډ د دواړو غاړو لیکوالو ترمنځ د اړیکو او تماسونو زمینه زیاته کړي.
جمهور رئیس غني  وویل: د کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس یو تن او وجود دی او د وینې شراکت لري، د نا امني او ترهګري قرباني دی.
ده زیاته کړه: په دې برخه کې په نړیواله، سیمه ییزه او د دواړو هېوادونو د حکومتونو په کچه جدي او هر اړخېز اقدامات پکار دي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: زموږ اساسي غوښتنه د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو د ژوند ژغورل دي او په همدې موخه مو سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کړې او په دې برخه کې زموږ پالیسي او دریځ منطقي او روښانه دي.
جمهور رئیس وویل: اساسي غوښتنه مو سوله ده، هر افغان هميشنې او باعزته سوله غواړي. د همدې لپاره مو د عمل لاره غوره کړې ده، خو که بیا هم زموږ اولادونه وژل کېږي، بیا نو د خبرو او مذاکراتو لاره تړل کېږي.
جمهور رئیس غني وویل: موږ د آسیا څلور لارې او یوه عظیمه اقتصادي سیمه یو. د ورېښمو او نورې لارې د همدې لپاره له دې ځایه تېرې شوې وې.
ده زیاته کړه: په اساسي توګه مو چین، آسیایي او اروپایي هېوادونو ته قناعت ورکړی او ټولې نړۍ راسره منلې چې هر اړخېز اقتصادي بحث دې پیل شي.
د عوامي نیشنل پارټي مرکزي سکرټر ښاغلي اورنګزیب کاسي او د باچاخان فاونډېشن مشر ښاغلي ډاکټر خادم حسین د راغلیو مېلمنو په استازولي د خبرو پرمهال له جمهور رئیس څخه د دغې لیدنې ځانګړې مننه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته