کابل باختر د زمري شپږ ويشتمه ::
يوې ځوانې نجلۍ چې دهرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې په ځان وژنې اقدام کړې وه ، ددې دکورنۍ په هلوځلو سره وژغورل شوه .
دغه اتلس کلنې نجلۍ غوښتل چې د دار له لرګۍ څخه په استفادې سره ځان ووژني چې دکورنۍ له خوا يې مخه ونيول شوه .
دهرات پوليس وايي چې ددغې ناګامې ځان وژنې دڅرنګوالي په باب تحقيقات پيل شوي دي .
دهرات دمرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه نجلۍ همدا اوس دعصبي جراحي په څانګه کې تر ځانګړو څارنو لاندې ده .
شيرزي ددغې نجلۍ روغتيايي حالت خراب وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ