امنیت

د نشه يي توکو ٣٦ قاچاق وړونکي په مجازاتو محکوم شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ابتدايي او استيناف محکمو د نشه يي توکو ٣٦  قاچاق وړونکي له يو کال څخه تر پنځو کلونو پورې تنفيذي بند په مجازاتو محکوم کړل.
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف مبارزې د عدلي او قضايي  مرکز وياند خالد موحد نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: پوليسو دغه کسان تېره اوونۍ د نشه يي توکو  د قاچاقو د ٢٧ قضيو په اړوند د هېواد له مرکز او څو ولايتونو څخه نيولي وو.
د هغه د څرګندونوله مخې: له نيول شويوڅخه ٥١٣ کيلوګرامه نشه يي او ١٨٨ ليتره کيمياوي توکي ترلاسه شوي وو چې د دغه مرکز ابتدايي او استيناف محکمو د ٧٢ ساعتونو عدلي او قضايي څارنې وروسته له يو کال څخه تر پنځو کلونو پورې تنفيذي بند په مجازاتو محکوم کړل.
هغه څرګنده کړه چې په همدې موده کې پوليسو دغه راز ٢٧ نور مشکوک کسان د قاچاقو د ٢٢ قضيو په اړوند د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نيولي او د عدلي او قضايي تعقيب لپاره يې دغه مرکزته استولي دي.
ختم- سعيده- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته