کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر
په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د افغان طیور دولتي شرکت او د پاکستان د هوپ ادارې د همکارۍ د هوکړه لیک د لاسلیک خبر ورکړی دی.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه هوکړه لیک د سفارت په مقر کې د افغان سرپرست سفیر، سردار احمد شکیب په حضور کې د افغان طیور شرکت د مشر اسماعیل مخلص او د هوپ ادارې عمومي رئیس زیبر الهی له لوري امضا شو.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، له پاکستان څخه افغانستان ته د طیور او په دې برخه کې د ټولو محصولاتو صادرات به د ځانګړو نړیوالو معیاري پروسو او ارزونو وروسته ترسره کېږي.