خبرونهنړۍ

قاهره کې د اوربند خبرې؛ حماس نوی شرط وړاندې کړی

نړۍ، د غوايي ۱۶مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې قاهره د غزې د جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې دي او د ښکېلو خواوو استازي هڅه کوي د درېمګړیو په منځګړیتوب یوې پایلې ته ورسیږي، د حماس غورځنګ یو ویاند اسامه حمدان ویلي، چې د اوربند په اړه یوې پایلې ته د رسېدو لپاره دوی  پر رفح ښار د اسرایلو له لوري د عملیاتو د نه کولو ضمانت ته اړتیا لري.

حماس دغه ضمانت له امریکا څخه غوښتی، زیاته کړې یې ده، چې که مقابل لوری اوربند غواړي نو باید د دې ضمانت باید موجود وي، چې اسرایل به د رفح ښار په ګدون د غزې په نورو برخو کې هم عملیات نه کوي.

حمدان دغه غوښتنه په داسې مهال کړي، چې وړمه ورځ د اسرایلو لومړي وزیر نتانیاهو پر رفح ښار عملیات اړین او حتمي وبلل.

دغه راز اسرایلي رسنیو د یو صهیونست چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې تلبیب پر رفح ښار د عملیاتو په برخه کې جدي دی او ښایي په همدې موخه د قاهرې خبرې هم بابېزه وګڼي.

تېره شپه او پرون ورځ زرګونو اسرایلیانو د یو لاریون په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتي وه، چې د دوی د عزیزانو د ازادېدو لپاره حماس سره اوربند ته غاړه کېږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته