خبرونهفرهنګTOP

په هرات کې اعتراض کوونکي هنرمندان وايي چې هرات د نړۍ د ميناتورۍ هنر د پيدايښت ځاى دى

کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د يونسکو په فرهنګي سازمان کې د اذربايجان، ترکمنستان، ايران او د ترکيې هېوادونو د ګډ فرهنګي ميراث په توګه د هرات ميناتورۍ د اصيل هنر ثبتول د دغه هنر د ميراث دارانو جدي اعتراض راپارولى دى.
د هرات يوشمېر هنرمندان اوفرهنګيانو په يوه غونډه کې د يونسکودغه اقدام چې د ميناتورى هنر د پيدايښت ځاى ته يې پاملرنه نه ده کړى عجولانه بللې دى .
د هرات يو فرهنګي ولي شاه باره چې هرات د ميناتوري هنرد پيدايښت ځاى بولي د يونسکو له سازمان څخه غواړي چې هرات د بهزاد د هنري ښوونځي د پيدايښت د ځاى په توګه په دغه سازمان کې ثبت کړى.
د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځى رييس محمد توفيق رحماني هم چې د ميناتورۍ هنر د هرات اصيل هنر او د دغه ښار تاريخي هويت بولي د نورو هېوادونو د ګډ ميراث په توګه د دغه هنر ثبتول د يونسکو د نړيوال سازمان بې پروايي بولي .
دوى وايي لومړى د دغه هنر په ملي کولو د دوى ټينګارو، خو د ځينو دليلونو له مخې په ټاکلې وخت لازم اسناد يونسکو ته ونه سپارل شول خو بيا هم رحماني ټينګار کوي چې هرات بايد د ميناتورى هنر له اصلي ځاى څخه تېر شي.
اوس د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي رييس د يونسکو د دغه اقدام له امله چې د بهزاد د هنري ښوونځي د پيدايښت ځاى ته يې پاملرنه نه ده کړې ، خواشيني څرګندوي.
رحماني وويل اوس هم وخت شته او بايد د ميناتورى هنر د هرات او افغانستان د اصيل هنر په توګه چې د تيموريانو په دوره کې د استاد کمال الدين بهزاد هروي په ميړانې سره پرمختګ کړى دى ثبت شي .
د دولتي پوهنتون استاد او مشهور ميناتوريست عبدالناصر صوابي هم چې د يونسکو دغه اقدام عجولانه بللې دى وايي دوى به د دغه هنر د ميراث دارانو په توګه دهغه دفاع وکړي .
صوابي وايي د ورځ په شان کافي شواهد اوسندونه شتون لري چې د ميناتورى هنر د تيموريانو په دوره کې په هرات کې رامنځته شو او وده يې وکړه او د استاد کمال الدين بهزاد له خوا لوړو پوړويوته ورسېد.
هغه دغه راز د يونسکو دغه اقدام د تاريخ تحريفول بولي اوټينګار کوي چې دغه موضوع د دغه هنر د هويت اصالت او پيدايښت د ځاى پټول دي .او هيڅکله دوى ته د منلو وړنه دى .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته