کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر
په نیمروز کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز زرنج په قلعه فتح کې د ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت لمریزه برېښنا جوړېږي.
د زرنج د اوبو رسولو ریاست وايي چې دغه پروژه د یونیسف په مالي ملاتړ پلي کېږي چې چارې یې نن پيل شوې.
د نیمروز په مرکز زرنج کې د یونیسف مسوول فرانسس وايي چې دغه پروژه د ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت پلي کېږي چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ن/ر