فرهنګ

ډاکتر رهين : ددوي يو ډير زړه ور مشروطه غوښتونکې و چې پرې يې نه ښودل دازادي ، مشروطه غوښتنې او دعدالت بيرغ پر ځمکه پرى وځي

کابل- باختر دکب شپږ ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي دپيغام په لوستلو سره دعبدالهادي داوي دمړينې ددرې د يرشم تلين ددرناوي سيمينار نن پرانستل شو .
  دباختر اژانس دخبريال  دخبر له مخې  په دې سيمنيار کې  چې داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت او دارواښاد دکورنۍ په اهتمام  جوړ شو لومړۍ دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام ددغه وزارت دځوانانو دمعين تيمورشاه  اسحق زى له خوا ولوستل  شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
   عبدالهادي داوي په حبيبيې  ليسه کې له زده کړي  وروسته په  ١٢٩٠ هجري لمريز کال کې په سراج الاخبار  کې په کار پيل وکړ . له محمود طرزي ، مولوي  عبدالرب  ، مولوي غلام محي الدين افغان او له نورو منورينوسره مشهور شو او په همدي وخت کې دده استعداد او فکر په ودې او پراختيا پيل  وکړ او په  ډير لنډ وخت کې  يې دځوانانو ترمنځ ځلانده  او نافذ دريځ غوره کړ او دنوي فکري _ ادبي غورځنګ  دلومړۍ لسيزې له شخصيتونو څخه وبلل شو .
دارواښاد  عبدالهادي داوي ژوند له ځواني څخه  له لوړو اوژور سره تير شو خو په  ټولو حالاتو کې تل ديو منور، متفکر او هيوادپال شخص په توګه دهيواد دملي ارزښتونو په وړاندې ولاړ و .
دده  فکري ، سياسي او فرهنګي خدمتونه دقدر وړ دى دده نوم اوکارنامې زموږ دهيواد په سياسي او فرهنګي تاريخ کې خپل ثابت مقام لري .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين خبرې وکړي او ويې ويل  دهيواد په معاصر تاريخ کې  دشلمې پيړۍ پيل ديو شمير مخورو او پوهو  شخصيتونو په شتون سمبال و چې دعلم په نړۍ  داړتيا ترڅنګ دمشروطه  غوښتونکو مبارزو په نړۍ پوري يې خاصه تړلتيا لرله .
  ډاکتر رهين زياته کړه دهغو محدودو شخصيتونواو چارواکو له جملې څخه  چې په دې پريالي شول دلومړۍ مشروطيت له  غورځنګ څخه ددموکراسي په لسيزه کې ددريم  مشروطيت تر غورځنګ  پوري ملګري واوسي . دمشروطه  غوښتنه په غورځنګ او ټولنيزو مبارزو سره يو هم ارواښاد استادعبدالهادي داوي و چې په هره دوره کې يې په ازادي غوښتنې او عدالت غوښتنې په خدت لاس پوري کړ .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه استادعبدالهادي داوي يو ډير زړه ورمشروطه غوښتونکې و چې پرې يې نه ښودل دمشروطه غوښتنې ازادي او دعدالت بيرغ پر ځمکه پري وځي څوځلې بندي شو او دداسې شخصيت  بشپړ  بيلګه و چې دولتي څوکۍ  خلکو ته دخدمت لپاره غوښتله .
وروسته په ديني او فرهنګي  چارو دجمهور رييس  ستر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني دعبدالهادي داوي په باب  خپلې خاطري بيان کړي او ويې  ويل  افغانستان بې تاريخه نه دى  په خپله دافغانستان خلکو خپل تاريخ جوړ کړي دي چې دهيواد له تاريخي  شخصيتونو څخه يو هم استادعبدالهادي داوي و . 
يواځي دى سياسي او فرهنګي شخصيت  نه و بلکې ديني شخصيت هم و .
دداوي شخيت يو اړخيزنه و بلکې څو اړخونه يې لرل .
دده نوم دافغانستان په معاصر تاريخ کې ژوندي دى .
وروسته  دافغانستان  دعلومو اکادمي پيغام ددغې اکاډمي درييسې ثريا پوپل ، دکابل پوهنتون پيغام دکابل پوهنتون درييس پوهنمل  ډاکتر حبيب الله  حبيب ، داستاد رباني دښوونې اوروزنې پوهنتون پيغام  ددغه پوهنتون درييس ډاکتر حميدزي ، دخوست دشيخ زاهد پوهنتون پيغام ددغه پوهنتون درييس ډاکتر عبدالرسول باوري ، د ختيځ زون  دفرهنګيانو پيغام ننګرهار ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس او رنګ صميم ، دبلخ  پوهنتون پيغام دبريالي ثاقب  او دهرات پوهنتون پيغام داستاد بارز له خوا ولوستل شول .
وروسته  دارواښاد لمسۍ عبدالغفارداوي ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت او دهيواد له ټولو فرهنګيانوڅخه قدرداني وکړه .
  دسيمينار په علمي غونډه کې چې  دعلومو اکاډمي دريسې ثريا پوپل  په مشرۍ جوړه شوه پروفيسر عبدالله خدمتګار بختياني ، استاد حبيب الله رفيع ،  ډاکتر انصاري ، دڅيړونکې  مرستيال فرشتې حبيبي  او  څيړنپوه عبدالصابر جنبش دداوي دژوندانه  دبيلابيلو اړخونو په باب خپلې مقالې  ولوستلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته