خبرونهامنیت

په نيمروز کې د نشه يي توکو د پروسس يوه کارخونه او لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکی له منځه يوړل شول

کابل، د سلواغې ۲۶مه، باختر
ځايي چارواکو په نيمروز ولايت کې د نشه يي توکو د پروسس يوې کارخونې او لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د ياد ولايت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مديریت مسوؤلینو باختر اطلاعاتي اژانس ته ويلي چې په دلارام ولسوالۍ د شاګۍ په سيمه کې د همدې مديريت د پرسونل د راپور پربنسټ د يادې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په همږغۍ د نشه يي توکو یوه کارخونه، چې ښيښه ډوله نشه یې توکي پکښې تولید، پروسس او وېشل کیدل، کشف او لمنځه یوړل شوه.
د مسوولينو په وينا په دغو عملياتو کې ۶۸ کيلوګرامه ښيښه هم له منځه يووړل شوه.
د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړې وې‌.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته