امنیت

په پکتيکا کې دعملياتوپيل .

 

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٦ :

دپکتيکا په ځينو برخو کې دافغان ځواکونو له  خوا پراخ عمليات پيل شوي دي.

سيمه ييز مقامات وايي چې ددغو عملياتو دترسره کولو هدف دوسله والو له شتون څخه دناامنو سيمو پاکول او په دغو سيمو کې دافغان ځواکونو ځاى پرځاى کول اوخلکو ته دژوندانه دمناسبې فضا برابرول دي.

دغه پوځي عمليات پرون دملي اردو ، پوليسو او دملي امنيت  دسلګونو ځواکونو په ګډون د برملي ، ګيان  او زيړوک  دولسواليو په ځينو برخو کې پيل شوي دي .

په   رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې ددغو عملياتو په لومړي ورځ دغه ځواکونه دوسله والو طالبانو ديو قوماندان په نيولو او دتروريستانو دڅوپټنځايونو په له منځه وړلو بريالي شوي دي.

په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددويمې لوا قوماندان بريدجنرال زمرى خان باختراژانس ته وويل ، په دې عملياتو کې له پخوا څخه په ځينو ټاکل شويو هدفونو چې دتروريستي ډلو دشتون امکان پکې و بريد شوى دى.

بريدجنرال زمرى خان تائيدکړه چې پوځيانو ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو يو جګپوړي قوماندان دهغه له دريو تنو افرادو سره نيولى دى.

دغه قوماندان چې نوم يې نه دى اخيستل شوى  دپکتيکا ولايت په ځينو برخو کې دتروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود.

دملي اردو دغه قوماندان وايي چې پوځيانو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دوسله والو طالبانو دڅوپټنځايونو په ويجاړولو بريالي شوي دي او ددغې ډلې د  جنګي وسايلو دوه زيرمې يې ترلاسه کړي دي.

له دغو زيرمو څخه  د ماينونو اوتوغندي ويشتوونکو په ګډون  دطالبانو په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

دپکتيکا يوه سيمه ييز مقام وايي افغان ځواکونه  بريالي شوي دي  ددغو عملياتو په بهيرکې ددغه ولايت  په ځينو سيمو کې دطالبانو څو پټنځايونه معلوم اوکلابند کړي.

دپکتيکا دغه سيمه ييز مقام دپاکستان په پوځيانو له تروريستي ډلو سره دهمکاري تورلګوي او وايي هر ځلې چې طالبان او نورې تروريستي ډلې په پکتيکا کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ماتې خوري بياپه پاکستان کې سمباليږي او افغانستان ته استول کيږي .

په همدې حال کې سيمه ييزو مقاماتو ددغو عملياتو په بهيرکې  وسله والو طالبانو دسردزيات زيان خبر ورکوي خو ددغو مقاماتو ددقيق شمير په باب بې خبري څرگندوى  خوهغوى وايي چې ددغو عملياتو په بهيرکې  تراوسه پورې افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

د٢-٣ تندر قول اردو ددويمې لوا قوماندان  بريدجنرال زمرى خان وويل  چې دغه عمليات به دطالبانو او نورو تروريستي ډلو څخه دپکتيکا ولايت تربشپړې  پاکولو پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته