کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د نورستان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په نورګرام ولسوالۍ کې د ۷۹ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي احسان الله احمد ويلي، چې یادې پروژې د (یو ان او پي اس) ادارې په مالي لګښت او ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په خبره په یادو پروژو کې د سړکونو او کانالونو جوړل شامل دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د یادو پروژو مجموعي قیمت ۷۹ میلیونه ۹۳۱ زره ۳۵۰ افغانۍ دی.
هغه زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د نورستان په مرکز او نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي.