خبرونهټولنهروغتیا

په نورستان کې په نشه يي توکو د روږدو ۲۵ کسانو درملنه وشوه

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

په نورستان کې په نشه يي توکو روږدي ۲۵ کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې شل بستریز روغتون آمر ډاکټر احسان الله باختر آژانس ته وویل، دغه کسان په یاد روغتون کې له یوې نیمې میاشتې درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ښې درملنې ته ژمن دي او دې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

ورته مهال روغ شوي کسان وایې، چې درملنه یې په ښه شکل ترسره شوې او په راتلونکي کې دا ډول عمل نه تکراروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته