ټولنه

د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزارت په ژمي کې د رامنځته کېدونکو پېښو لپاره پوره چمتووالى لري

کابل / د تلې لومړى/ باختر
د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزير غلام بهاالدين جيلاني د هېواد په پنځلسو ولايتونوکې له وروستيو سېلاو ځپلو سره د دغه وزارت د فعاليتونو او ځواب ورکولو په اړوند د هېواد د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ کمېسيون ته هر اړخيز رپوټ ورکړ او د دغه  وزارت د ژمنيو لازمو تياريو او د ژمنيو پېښو د مديريت د پلان په اړوند د دغه کمېسيون د رييس اوغړو پوښتنو ته يې د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ کمېسيون رييس  محمد نادر بلوچ د وروستيو پېښو پر وړاندې په خپل وخت د دغه وزارت فعاليتونه بې ساري وبلل او ويې ويل: د عامه سوکالۍ کمېسيون به له پخوا زيات د پېښو د څېړنې په چارو کې  د دولت له وزارت سره همکار وي او د هغه هر اړخيز ملاتړ به وکړي.
د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزير د عامه سوکالۍ کمېسيون له رييس او غړو څخه په مننې سره د پېښو د ښه مديريت او د ژمي په موسم کې د دغه وزارت د تياريو ډاډ ورکړ او ويې ويل: د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزارت له پخوا زيات د خلکو استازو ته د ځواب ورکولو ته ژمن دى.
د هېواد د ملي شورا د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار له يوشمېر سناتورانو سره د خپل کار په دفتر کې د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت د وزير هرکلى وکړ او په خپل وخت د هغه د اغېزمنو اقداماتو له امله يې د هېواد د مشرانو جرګې د نښان په ورکولو سره هغه وستايه. 
ختم -ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته