خبرونهاقتصادTOPټولنه

په نورستان کې د ۱۰۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۵۸ پروژې پلې شوې دي

کابل، د مرغومي ۵مه، باختر
د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختيا رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او واما ولسوالۍ کې د ۱۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۸ پروژې پلې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختيا رئیس مولوي احسان الله احمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۸۵ بېلابېلې پروژې چې پکې کانالونه، سربندونه، سړکونه او استنادي دېوالونه شامل دي، پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
هغه وویل، چې په یادو پروژو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
هېره دې نه وي چې د یاد ولایت په کامدېش، وایګل او منډول ولسوالیو کې د یادې موسسې له لوري د ورته پروژو چارې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته