امنیت

دکاپيسا دولايتي شورا يوغړى ترور شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
پوليس دکاپيسا دولايتي شورا دمنشي دترور دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره  هلې ځلې پيل کړې دي.
امان مبارز پرون کله يې  چې غوښتل   دکوهستان دلومړۍ برخې ولسوالۍ  
دخم زرګر تاريخي ساحه وګوري  پرې دماين چاودنه وشوه.
دکاپيسا ولايت يوه امنيتي مقام له باخترآژانس سره په اړيکه کې دولايتي شورا ددغه غړي  دترور دعاملينو  دپيژندلو او نيولو  لپاره دهلو ځلو دپيل خبر ورکړ.
تراوسه پورې  ددغه ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى  خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان  ددغې پيښې عامل بولي.
په همدې حال کې دکاپيسا دولايتي شورا  دمنشي  امان مبارز مړى نن خاوروته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته