کابل/ د وري ۷ مه/ باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین واي چې د ۷ امنیتي حوزه په مربوطاتو کې یې ۵ تنه د غلا په تور نیولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې له نیول شویو کسانو څخه ۶ جوړ او ۷ پرزه شوي موټر هم ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د امینې قوماندانۍ مسوولین زیاتوي چې دغو کسانو له ښار او ولسوالیو څخه موټر غلا کول او وروسته یې د پرزې یا هم د کباړ په توګه خرڅول چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
بارکزی