سیاست

دانتخاباتو خپلواک کميسيون له سياسي شخصيتو نو سره مشورتي غونډه جوړه کړه

کابلباختر دچنګاښ ٢٨مـــــــــــــــه

دانتخاباتو خپلوا ک کميسيون دځينو ستو نزو دلري کولو په مقصد د هيواد له ځينو سياسي شخصيتو نو سره مشورتي غونډه جوړه کړه

دباختر ا ژانس دخبر له مخې : دانتخاباتو د خپلوا ک کميسيون رئيس فضل احمد معنوي په دې غونډه کې څرګنده کړه چې د انتخا باتو خپلواک کميسيون دسالمو انتخا باتو د ترسره کولو په مقصد له ځينو ستو نزو سره مخامخ دي ، د امنيت نشتوالۍ ، په هيواد د وګړو ددقيق شميرنه شتون اود ولسواليو ترمنځ دپولو نه څرګند والۍ هغه سترې ستو نزې دي چې دکميسيون د لارې پرسر پر تي دي

معنوي زيا ته کړه : په ٢٠١٤ کال کې د جمهوري رياست انتخا بات دنړيوالو ځوا کو نو د وتلو دپرو ګرام دبشپړيدو سره جوخت دي

دغه دوه موضوعګا ني افغا نۍ ټولنې ته مهمې دي

ده وويل که چيري په هيواد کې د الکترونيکى تذکرو د ويش پرو ګرام عملى شي دا کار ددې اړتيا لاپسي جدې کوي چې درايو ورکولو د کارتو نو د ويش بهير بيا له سره پيل شى ځکه د انتخا باتو جعلي کارتو نه په پرا خه اندا زه په هيواد کې ويشل شوي دي چې ددغه شان جعل کاري په شتون کې سخته ده چې په شفاف ډول د انتخا باتو د ترسره کولو په باب خبري وکړو

 معنوي وويل: چې د انتخا باتو د مالي مدرکونو د تمويلولو په برخه کې کومه ستو نزه نشته نړيواله ټولنه بيا په دې لاره کې له افغا نا نو سره مرسته کوي خو موږ له ځينو تخنيکي ستو نزو سره چې يادونه مووکړه ، لاس او ګريوان يو .

 معنوي د ولايتي شورا ګانو د انتخا باتو په اړوند وويل، دبود جي کمښت اود امنيت نشتوالۍ موږ دي ته اړکړي يو چې د ولايتي شورا ګا نو د انتخاباتو دځنډولو په باب کار وکړو ، موږ په دې اړوند  سلا مشوري پيل کړي دي دقا نون له حکمو نو سره سم د ولايتي شورا ګانو د کار موده څلور کاله ده چې په دې ترتيب بايد د ولايتي شورا ګانو انتخا بات په را تلونکى کال کې ترسره شوي واي خو موږ هلې ځلې کوو چې د ولايتي شورا ګانو اود جمهوري رياست انتخا بات په يو وخت کې تر سره شي

 دغه راز ده ددغه کميسيون دځينو نورو پروګرا مونو يادونه و کړه چې په تطبيق سره به يي د انتخا باتو په لګښت کې کمښت را منځته شى

معنوي وويل موږ دغه غونډه جوړه کړه  چې په دغو مواردو کې دسياسي شخصيتو نو سلا مشوري ترلاسه کړو

په دې غونډه کې دملي ايتلاف رئيس ډاکتر عبد الله ،دافغانستان دملي جبهي دمشرتابه هيئت غړى حاجى محمد محقق ، د ملي امنيت د اداري پخواني رئيس امر الله صالح ، دملي غورځنګ ويندوى فيض الله ذ کي ، د جمعيت اسلا مي ويندوى واقف حکيمي ، دحزب اسلا مي استا زي انجنير محمد خان ، سياسي فعال وحيد الله سبا وون او يو شمير نورو د انتخا باتو دترسره کولو په اړوند خپلي نظر يې څرګندي کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته