– کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او د سره رود ولسوالۍ شيخ مصري ښارګوټي کې ۴۰۰ مېرمنو ته د WFP ادارې په مالي لګښت او د BFANO په تخنيکي همکارۍ د خياطۍ ماشينونه ورکړل شول.
د ننګرهار د کاراو ټولنيزو چارو رییس مولوي فريدالله حقاني وايي چې دغو مېرمنو څلور مياشتې د ګلدوزۍ، حجاب او د ماشومانو د خوب بسترې جوړونې برخه کې حرفوي زده کړې کړې دي او نن ورته ماشینونه ورکړل شول.
سرچینه زیاتوي چې دغو میرمنو ته به هره میاشت د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ د ۷۰ ډالرو په ارزښت خوراکي توکي هم ورکول کېدل.
ن/ر