روغتیا

شپاړلس پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
شپاړلس ټولګټې پروژې په بادغيس ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام په همکارۍ بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
د بادغيس ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: شپاړلس ټولګټې پروژې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د پنځه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د پروګرام له خوا د دغه ولايت د مقر، آبکمري، قادس او د قلعه نو په ولسواليوکې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
ده وويل: په دغو پروژوکې د سړکونو ترميمول او پراختيا، د فرعي کوڅو کړيړ اچول او کانکريټ، د کاريزونو او پليو لارو پاکول، د څښاک د روغتيايي اوبو د شبکو غځول او د محافظوي، استنادي او ګبيوني ديوالونو جوړول او د اوبو د کانالونو او ويالو پاکول شامل دي.
ده وويل: د دغو پروژو له ښېګڼو څخه څه ناڅه اته زرو پنځه سوه کورنۍ ګټې اخستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته