کابل/ د کب ١١ مه / باختر
امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د یوه ځوان د مرموزې وژنې خبر ورکړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه مړی پرون ناوخته د کونړ له سیند څخه موندل شوی دی.
د ننګرهار پوليسو يوې سرچينې باخترآژانس ته وويل چې د دوى لومړنۍ څېړنۍ ښيي چې دغه ځوان لومړى وژل شوى او بيا يې مړى سيند ته غورځول شوى دى. وژل شوی کس رامش نومېږي او د کابل ښار اوسېدونکی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
\ ذ