ټولنه

د پکتیا ولايت مرستیالې د هېواد له لومړۍ مېرمن سره وکتل

ګردیز/باختر/ د چنګاښ ۴ مه
د پکتیا ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې انجینر زهره مطهر احمدزۍ او ورسره پلاوي يې له لومړۍ مېرمن رولا غني سره وکتل.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه يیز خبریال ته ویلي، چې په دې کتنه کې د ولایت مرستیالې د هېواد له لومړۍ میرمنې سره د پکتیا د ښځو لاسته‌ راوړنې او ستونزې شریکې کړې.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو د روزنې معینې مېرمن مرجان متین، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معینې مېرمن ډیوه صمد او د ولسي تړون پروګرام استازې مېرمن صفیه جمال هم ګډون کړې و چې د روغتیا، پوهنې، لوړو زده‌کړو، فرهنګي موضوعاتو او د پکتیا د بیارغاونې په اړه یې په تفصیل بحث وکړ او د دغو ستونزو د حل لپاره یې پر مناسبو لارو چارو خبرې وکړې.
په پای کې د پکتیا ولایت مرستیالې او ورسره پلاوي يې ژمنه وکړه، چې پوهنه، روغتیا او اقتصاد به خپل لومړیتوب ګرځوي او د پکتیا د انکشاف او ودې په موخه به هر اړخیزې هڅې وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته