کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نن د درې نيم کيلومتره سړک د جړولو کار پيل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ننګرهار سيمه ييز مسوولان وايي چې دغه سړک د درې نيم کيلومتره په اوږدوالي د ماليې وزارت له بودجې څخه د ٧٨ ميليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې په ١٨ مياشتو کې جوړېږي .
د دغه سړک په جوړولو کې ٣٠ پلګي او ٣٠٠ متره استنادي ديوال هم په پام کې نيول شوى دى.
د دغه سړک د کار په پرانستلو کې د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزير مجيب الرحمن کريمي د نننګرهار والي ضياالحق امرخيل او د دغه ولايت يوشمېر مسوولانو اومخورو برخه لرله .
ختم_ شکريه _ اکرم
3 د یوې دقیقې څخه لږ