امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .

کابل باختر دلړم لومړي :
نهه تنه وسله وال طالبان پرون په بغلان ولايت کې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول .
دبغلان ولايت دبورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد علي دباختراژانس خبريال ته وويل افغان امنيتي ځواکونو دبورکې ولسوالۍ دشورقدوق په کلي کې دطالبانو په قرارګاه وسله وال بريد وکړ چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  ددوو چيچنيانو په ګډون  دوژل شويو  کسانو مړي  دجګړي  په ډګر کې پاتې دي اونور طالبان وتښتيدل او ددوى قرارګاه  په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده .
امنيه قوماندان ددغو چټکو عملياتو ترسره کولو رول  دامنيت دتامينولو په لاره کې  دطالبانو دتحرکاتو په بندولو  کې ګټور  وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته